IQNA

 په قرآن کې  له صهیونزم سره دجنګ تحلیل/ 21 

 په الهي ارادې سره  د  ولس د یوزړتوب معجزه

12:07 - April 07, 2026
د خبر لمبر: 3492641
ایکنا-  یوه هغه ستره پيښه چې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر په وینې سره رابرسیره شوې ده،د هیواد د نیالګي په دفاع کې د ولس یوزړتوب او وحدت او یووالی ؤ چې په الهی ارادې او غوښتې سره ترسره شوی.

قرآن کریم  ددین په چورلیزتوب(قرآڼ او اهل بیت) کې  د وحدت حکم ورکوي.؛ وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا؛ او  د زړونو ترمینځ د الفت او مینې رامینځةکیدا یوازې د خداي  په لاس ګڼي؛ فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ» (آل عمران: 103).

قرآن کریم د انفال سورې په ۶۳ ایت کې هم پیغمبر (ص) ته په خطاب کې فرمائي چې هرڅه چې دې  کول، نو د ددوی په زړونو کې دې مینه نه شوه  راوستلی، خو خداوند دغه کار وکړ.؛ لَوْ أَنْفَقْتَ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مَا أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَ لَكِنَّ اللَّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ إِنَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ»

د  «و اَعِدّوا لَهُم مَا استَطَعتُم مِن قُوَّة» آیت شریف اجرا کیږی او  مونږ هرڅه  د پوځي ځواک په پیاوړتیا کې غواړو ،پکې شاملیږي.  د قدرت یوه مؤلفه د دښمنانو په وړاندې ملی اتحاد او له تفرقې او تیت پرک والي څخه لیرېکیدل دي. تیت پرک ملت ،که څه هم پیاوړي پوځي ځواک ولرل شي، نو بیا هم  له کمزورتیا سره لاس او ګریوان  دی د دوی اختلافات  ددوي د قدرت د ختمیدا او سستئ سبب کیږي، د قرآن کریم په تعبیر؛ وَ لَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ» (انفال: 46).

که څه هم د ایران د اسلامی جمهوریت  د هیواد او ولس دښمن  د دی میاشتې  د کودتا پشمول په مختلفو فتنو او دسیسو سره داختلاف په رامینځةکولو او دښارونو داخل ته د  جنګ د اور د لمبو په غزولو پسې ؤ،خو د الهي  عذاب سره مخ شول  او  د خپل کار  په دفتر کې د اسلامی انقلاب د رهبر په شهادت سره ، ولایتمدار ولس راوپارید او د ښار واټونه اوکوڅې ئې ورڅځه ډکې شوې  او خودجوشه ولوله او ځوږ ئې نندارې ته وړاندې کړ او ددښمنانو نقشه ئې په اوبو لاهوو کړه.

https://iqna.ir/en/news/3496978

 

captcha